ایا علم یوازې د روزي ګټلو وسیله ده؟ 

په اوس وخت کې ډېری کسان په دې عقیده دي، چې علم یوازې د روزي ګټلو او یا پیدا کېدو له پاره یوه وسیله ده. او له سره تعلیم د پیسو پیدا کولو له پاره کوي. په پوهنتون کې هغه رشته د ځان له پاره ټاکي، چې فکر کوي په دې رشته کې به پیسې ډېرې وي. ایا دا به پرځای خبره وي،چې علم باید یوازې د روزي ګټلو له پاره وکړو؟ علم د روزي ګټلو له وسیلې څخه پرته کوم بل معنوي ارزښت هم لري او که نه؟ په دې اړه به خپل معلومات په دې مقاله کې وړاندې کړو. 

علم هغه څه دی، چې هم مادي ارزښت لري او هم معنوي. دا هم پر ځای خبره ده چې علم د روزي ګټلو یوه وسیله ده. خو دا خبره بیا پر ځای نه ده چې موږ علم یوازې د روزي ګتلو د یوې وسیلې په توګه و پېژنو. علم یو پراخ مفهوم لري، چې تر مادي ګتو یې معنوي ګټې ډېرې دي. دا چې زموږ د ټولنې ډېری وګړي بې علمه پاتې یو لوی لامل یې همدا ده، چې علم یوازې د روزي ګټلو یوه وسیله ګڼي او د علم ټولې معنوي ګټې له پامه غورځوي. دا به مو په اوس وخت کې د ډری کسانو له خولې اوریدلي یي؛ چې وایي درس او تعلیم څه کوئ هسې هم اوس په سلګونه کسان بې کاره ګرځي دنده نشته درس مه وایاست. په داسې حال کې چې الله ( ج) فرمای:  هغه کسان چې علم لري برابر نه دي له هغو کسانو سره چې علم نه لري. 

که علم یوازې د روزي ګټلو وسیله وګڼو دا مانا لري، چې د علم نور ټول ارزښتونه مو له پامه غورځولي دي. 

علم هغه څه دی، چې موږ ته سم او غلط را ښیي. موږ د دنیا او اخرت له ښو او بدو څخه خبروي. علم هغه څه دی، چې موږ ته ژوند کول را ښیي. موږ ته خپل او د نورو حقوق را ښیي. که افغانان خپلو خویندو یا لور ګانو ته د تعلیم  اجازه نه ورکوي، هم یو لوی لامل یې همدا ده، چې دوی علم یوازې د روزي ګټلو وسیله ګڼي. ډېری افغانانو ته د دوی افغانی غرور دا اجازه نه ورکوي، چې په خور لور یا میرمنې کار وکړی او هغه دې دوی ته ګټه راوړي، نو ځکه د نجونو په تعلیم بېخي بندیز لګوي او د دوی د تعلیم حق ترې اخلي. علم یوازې د روزي ګټلو وسیله نه ده که په ښځه کار نه کوي او نه غواړئ چې هغه دې پیسې وګټي مه یې په کوئ، خو د تعلیم حق یې مه ترې اخلئ. ځکه که یوه ښځه علم ولري هغه به خيل حقوق، د پلار مور، نورې کورنۍ، خااوند او اولاد حقوق وپېژني. چې دا هر څه د ټولنې په اصلاح کې مهم رول لري. 

استاد اجمل ښکلي به ویل: ( تر هغې چې په افغانستان کې ښځه با سواده شوي نه وي تر هغې به همداسې ځناور زیږوي او موږ به له همداسې بد بختیو سره مخ یو) 
د استاد دا خبره ماته ډېره پر ځای او ښه ښکاري. په ریښتیا هم د یوې ټولنې په اصلاح کې یوه ښځه هم مهم رول لري، چې د هغه له پاره د یوې ښځې با سواده کېدل ډېر اړین وي.  

نو په اخر کې به دا و وایم چې علم یوازې د روزي ګټلو وسیله مه ګڼئ؛ ځکه روزي ورکوونکی الله ده، دا چې له کومې لارې تاته ستا روزي تعینوي معلومه نه ده. خو علم د ژوند یو مهم اصل وګڼئ او د علم کولو له پاره هر اړخیزه مبارزه وکړئ. ځکه بې علمه ټولنه د ړندو په څېر ده او تاسې له خپلو سترګو دا د بې علمۍ او جهالت پردې لیرې کړئ او د ړندو په څېر ژوند مه کوئ. تاسې علم وکړئ روزي به الله له کومې لارې چې درته تعین کړې له هغې لارې به یې درکړي. هڅه وکړئ چې نه ځان له دې نعمته بې برخې کړئ او نه هم بل څوک. 
لیکواله: شبانه پوپلزۍ