د پاکستان لومړي وزیر خبرداری ورکړ چې په بیړنۍ توګه د بهرنیو ځواکونو وتل به غېر مناسب او له وخت وړاندې وي

روهي(یوه نۍ/۶ د تلې)، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرداری ورکړی چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په بېړه وتل به ناپوهي وي او دا به په سیمه کې د ځینو ناوړه کړیو لپاره چې افغانستان او سیمې امنیت ته ژمن نه دي په ګټه دي.
 
لومړي وزیر شنبه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په استول شوې لیکنه کې لیکلي چې اوس ددې وخت دی چې د جګړې وروسته د افغانستان لپاره یو نوی پلان جوړ شي، او نړۍ کولی شي چې له دې سره مرسته وکړي.
 
عمران خان ویلې"ټول هغه څوک چې د افغانستان د سولې په پروسه کې یې پانګونه کړې باید مقاومت وکړي او موږ باید د سیمه ایزو ستونزو رامنځته کوونکو په وړاندې مبارزه وکړو ترڅو دلته د سیاسي بې ثباتۍ مخه نیول شوې وي".
 
نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان د یو متحد او خپلواک افغانستان په لټه کې دی او د افغانستان د خلکو ملاتړ ته به دوام ورکړي؛ چې د خپلو ګاونډیانو سره د امن په فضا کې اړیکو ته دوام ورکړي.
 
عمران خان د افغان سولې په اړه ویلې، چې خبرې باید یوه سولیزه فضا کې مخکې یوړل شي او په دواړو اړخونو یې غږ کړی چې تاوتریخولی کم کړي؛ نوموړي له طالبانو غوښتې چې د افغان حکومت لخوا د یو سیاسي اړخ په توګه له پېژندنې سره باید دوی هم د افغانستان وروستیو پرمختګونو ته درناوی وکړي.
 
نوموړي یو ځل بیا د افغان سولې له پروسې ملاتړ کړی او په خبره یې چې پاکستان غواړي ترڅو یو سولیز افغانستان وویني.