په وردګو ولایت کې د علي پور وسله والو په برید کې څلور پولیس ټپیان شوي 

روهي( یوه نۍ/۶ د تلې)، د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزي ویلې، د ملېشو قوماندان علي پور وسله والو د شنبې په شپه د وردګو ولایت د بهسودو هسکې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یو کاروان په نښه کړی، چې په برید کې څلور پولیس ټپیان شوې او دوه نور یې همدې وسله والو له ځان سره بېولې دي.

د والي ویاند شریفزی زیاتوي چې د علي پور وسله والو د پولیسو ځیني موټر او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
علي پور چې په میدان وردګو ناقونونه وسله وال لري او د ځایي خلکو ځورونې تور پرې پورې دی دوه کاله وړاندې په کابل کې د افغان ځواکونو لخوا نیول شوی و، خو هغه وخت د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم مرستیال سرور دانش په ضمانت بیرته خوشې شو.
 
خو د علي پور د ناقونونه وسله والو لخوا په حکومتي سرتېرو د وروستیو بریدونو په تړاو لا هم لوړ پوړو چاوراکو څه نه دي ویلې.