د مصالحې شورا مشر سبا دو شنبه پاکستان ته ځي

روهي(یوه نۍ/۶ د تلې)، په قطر کې د افغانانو ترمنځ خبرې روانې دي او پاکستان ته د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبد الله سفر  داسې مهال کیږي چې د افغان سولې په تړاو په سیمه یزه کچه او په تېره بیا د پاکستان د ملاتړ هڅې روانې دي.

پاکستان ته د ډاکټر عبدالله عبدالله سفر موخه چې ویل کیږي یو پلاوی به یې هم ملتیا کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخو همکاریو پر سر به پکې د دواړو لوريو  ترمنځ خبرې وشي؛ چې اټکل کيږي د افغان سولې موضوع به یې په سر کې وي.

پاکستان ته د افغانستان مصالحې شورا مشر داسې مهال کیږي چې تمه په نږدې راتلونکي کې د پاکستان لومړی وزیر کابل ته راشي؛ نوموړي تېره جمعه له افغان ولسمشر سره په افغانستان کې د اوربند ملاتړ کړی د ولسمشر غني په بلنه یې کابل د راتګ تمه ښودلې ده.