د هېواد وتلی هنرمند آرین خان د ( وطن یا کفن سرود) جوړوي

روهي(یوه نۍ/۶ د تلې)، د هېواد وتلي هنرمند آرین خان ویلې، چې ډېر ژر به (د شهيد قهرمان سرود وطن يا کفن) جوړ او وړاندې کړي.


هغه په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي: " ولس ته د شهید ډاکټر نجیب الله د مېړانې او د هېوادنۍ مینې او قرباني د تل پاتې کېدو په ویاړ سرود وړاندې کوم؛ ولسه خپل ویاړلي شهیدان مه هیروی ځکه دوی دي چې نن مو تاریخ روښانه دی، څوک چې مخالفت کوي هغوي پردي پاله دي".


پرون په هېواد کې د مېزان ۵مه د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله ۲۴تلین و، (یا وطن یا کفن) د ډاکټر نجیب الله شعار و او آرین خان په همدې نوم د سرود جوړولو خبر ورکړی، چې په خبره یې ژر به یې جوړ او وړاندې کړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200927_073425_062.sdoc-->