خلیلزاد: لا هم له طالبانو د اوربند تمه نشته

روهي(یوه نۍ/۶ د تلې)، د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد وایي، دی تمه نه لري ترڅو طالبان به له سیاسي هوکړې مخکې په اوربند موافقه وکړي.


خلیلزاد تازه په یوه مرکه کې ویلې، چې مونږ کار کوو ترڅو دواړه خواوې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره چمتو کړو خو فکر نه کوم چې طالبان له سیاسي هوکړې مخکې اوربند ته لاړ شي.


د نوموړي په خبره، چې دوی ژمن دي ترڅو د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت لپاره زمینه برابره کړي او په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په اړه وایي، دوی به دلته د خپلو ځواکونو د ۴ یا هم ۵ زور راسیدو سره ژر ارزونه وکړي، چې طالبان څومره په خپلو ژمنو کې متحد پاتې شوې دي.


خلیلزاد د افغانانو ترمنځ په خبرو کې د امریکا مستقیم داخیلدل نه مني خو ټینګار یې کړی، چې واشنګتن غواړي ترڅو خبرو پرمهال د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی وشي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200927_065953_159.sdoc-->