طالبان د کابل ښار نږدې سیمو کې لویو لارو ته را وځي.

روهي(یوه نۍ/۶ د تلې)، طالبانو تازه په یوه ویډیو کې څرګنده کړې چې د کابل ښار اړوند نږدې سیمو کې حضور لري، د طالبانو په تازه خپره شوې ویډیو کې معلومیږي، چې ددې ډلې وسله واله د کابل د پېنځمې حوزې اړوند باغ داوود، پنجه چنار او د ارغندې په حیدرخان کلا سیمو کې فزیکي حضور لري او د شپې د کمپنۍ بازار او کمپنۍ پله ساحو ته را وځي او د لارو د امنیت په تړاو له خلکو او موټر چلوونکو پوښتنې کوي.


د سیمي خلک هم مني چې طالبان د کابل ښار اړوند سیمو کې حضور لري او دلته له خلکو د وضعیت په اړه پوښتنې کوي؛ د کابل د اوسیدونکو په وینا، چې د کابل ښار اړوند دومره نږدې ساحو کې د طالبانو دا ډول پراخ حضور په لومړي ځل ګوي.


کورنیو چارو وزارت په کابل کې د طالبانو دا ډول حضور ردوي، خو د کابل ځایي اوسیدونکو ترڅنګ د ځینو امنیتي پوستو سرتېرې بیا مني، چې د طالبانو د سرې قطعې ډله پرې د شپې بریدونه کوي، د لویو لارو په سر ماینونه خښوي ترڅو دوی پرې په نښه کړي.


په کابل کې د طالبانو د تازه حضور ویډیو داسې مهال خپریږي، چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي او په هېواد کې جګړې تر ډېره زور اخیستی چې ورسره همهاله د خلکو اندېښنې هم را پورته شوې دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200927_065746_257.sdoc-->