د طالب مرکچوي پلاوي غړی وايي چې د خبرو پر مهال لانجمنه مسله د متحده ایالاتو او طالبانو تړون دی

روهي(یوه نۍ/۶ د تلې)، د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ملا خیرالله خیرخواه وایي، چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د روانو خبرو اصلي ټکی دا دی چې د افغانستان جمهوري ریاست د متحده ایالاتو - طالبانو په چوکاټ کې له اوسنیو خبرو څخه انکار کوي.


د نوموړي په خبره، چې دا تړون د شرایطو پر اساس و او د فبرورۍ په میاشت کې په دوحه کې لاسلیک شو، هغه چې یواځینی لامل و ترڅو دواړه جنګي اړخونه د خبرو مېز ته سره کینوي.


خیرخواه چې تازه یې په یوه ویډیویي پیغام کې خبرې کړې دي ویلې، "اصلي جنجال دا دی چې افغان لوري ددې منلو ته زړه نه ښه کوي چې د متحده ایالاتو سره د طالبانو د معاملې برخې په توګه د افغانانو ترمنځ خبرې روانې دي."


د خیرخواه په وینا، چې ځیني نور اړخونه هم شته چې د خبرو د ځنډ سبب شوې، چې یو یې هم د شیعه ګانو لخوا د حنفي فقهې پر بنسټ د پریکړو نه منل دي؛ چې په خبره یې د افغانستان مذاکره کوونکی پلاوی په خبرو کې د حنفي، شیعه او د بشري حقونو شاملول غواړي.


د افغانانو ترمنځ له خبرو دوه اوونۍ تیریږي، چې په وروستیو ورځو کې تمه ډېره شوې چې ډیری خنډونه پای ته رسیدلي، خو لا هم د دواړو لورو لخوا د خبرو په اړه ډېر لږ جزیئات خپریږي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200927_065412_065.sdoc-->