افغانان هیله لري چې دواړه طرفونه به په دوحه کې ژر یوې هوکړې ته ورسیږي

روهي(نۍ/ ۵ د تلې)، جنګ ځپلي افغانان لا هم پ دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو د پرمختګ په تمه دي، او د دواړو خواو مذاکره کوونکي هڅه کوي، څو ستونزې حل کړي او د رسمي خبرو لپاره د کړنلارې په اصولو یوې هوکړې ته ورسیږي.


له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت مذاکراتي ډلې غړي وایي، د دواړو غاړو ترمنځ اختلافات شته، خو هڅه کوي ترڅو خبرو ته دوم ورکړي او مخالفتونو ته د حل لارې پیدا کړي.


د دواړو خواو تر منځ خبرې د سپتمبر په ۱۲مه نیټه په دوحه کې پیل شوې وې، چې تر دې دمه د دواړو لورو د تماس ډلو لس ځله سره لیدلي او د کړنلارې د د نهایي کولو په اړه یې خبرې کړي دي؛ چې د ځینو سرچینو په خبره، په یو شمیر ټکو کې د طالبانو ټینګار د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړې مخه نیولې ده.


په دوحه کې د افغان سولې خبرو لپاره د کړنلارې او یوې اجنډا رامنځته کیدو په موخه ۲۳ مادې ترتیب شوې دي چې ویل کیږي د تېرو دوو اونیو خبرو وروسته یې له ډلې په ۲۰ مسایلو هوکړه شوې ده او ممکن پاتې مسایل یې هم ژر نهایي شي.