جوبایډن: ټرمپ په ټاکنو کې د روسیې مداخلې علاقه لري خو بدو پایلو ته دې یې په تمه شي

روهي(نۍ / ۵ دتلې)، جوبایډن چې د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی، یو ځل بیا روسیه د امریکې په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنه کړې ده؛ نوموړي تازه په یوه مرکه کې په روسیې تور پورې کړی چې غواړي په راتلونکو ټاکنو کې لاس وهنه وکړي خو خبرادری یې ورکړی چې پوتين به ددې کار بدې پایلې وویني.

د نوموړي په خبره که واک ته ورسیږي نو له پوتین به د حاکیمیت د نقضولو پوښتنه وکړي، او پر وړاندې به یې ودریږي؛ جوبایډن وايي ټرمپ علاقه لري ترڅو پوتین دې چارې ته ادامه ورکړي خو په وینا یې له پامه دې یې نه غورځوي چې له ډېر بد حالت سره به مخ شي.

د امریکا  د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو داسې مهال د روسیې د لاس وهنې خبرې کیږي، چې ویل کیږي روسیه غواړي ترڅو په ټاکنو کې د ټرمپ په ګټه خپل ځان داخيل کړي.