د درملو جوړونکو نړیواله ورځ خو افغانستان ته لا هم هر کال له ۴۰۰ سوه نیولې تر ۵۰۰ مېلیون په ارزښت درمل واردیږي 

روهي( نۍ/ ۵ د تلې)، د سپټمبر ۲۵ چې په ټوله نړۍ کې د درمل جوړونکو نړیواله ورځ ده، نن شنبه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لخوا ونمانځل شوه؛ په همدې موخه جوړو شوی مراسمو د افغانستان د روغتیا وزیر محمد جواد عثماني، له دې هیلې سره سره چې په هېواد کې د درمل جوړولو ګڼو فرصتونو رامنځته کیدو سربیره هم هېواد ته هر کال له ۴۰۰ نیولې تر ۵۰۰ درمل واردیږي.

عثماني زیاته کړې، هڅه کوي ترڅو په هېواد دننه د درملو تولید زمینه برابره کړي، او د درملو واردیولو له لارې هېواد ته د اقتصادي ضربې راسیدو مخنیوی وکړي؛ د نوموړي په خبره چې د درملو د کمښت په برخه کې لا هم ستونزې موجودې دي او درملو په نمایندګیو یې غږ کړی ترڅو د درملو په برخه کې ستونزو ته جدي پام وکړي.

د سپټمبر ۲۵ چې په ټوله نړۍ کې د درمل جوړونکو نړیوال ورځ ده، په افغانستان کې داسې مهال نمانځل کیږي چې لا هم په دې هېواد کې د درملو د کیفیت په برخه کې ګڼ شکایتونه موجود دي.