روهي (نۍ/۵ د تلې)، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په نېږدې وخت کې افغانستان ته د سفر ويلي دي. عمران خان افغانستان ته د خپل سفر په اړه تېره ورځ له ولسمشر محمد اشرف غنی سره غږېدلی دی.
دواړه مشرانو تېره ورځ ټيلفوني خبرې کړې؛ ولسمشر غني لومړي وزير عمران خان ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې او عمران خان هم ژمنه کړې ده چې په نېږدې وخت کې به افغانستان ته لاړ شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر غني له خوا عمران خان د د رسمی سفر د بلنې پخلی کړی دی او ویلي دي چې لومړی وزير عمران خان به په نېږدې وخت کې افغانستان ته راشي.
په دې اړه د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان نن د ټليفوني تماس له لارې د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې پروسې او په افغانستان کې د اوربند ټينګښت په اړه خبرې وکړې.
په دې ټلیفوني مکالمه کې جمهور رئیس غني د اوربند په ټينګښت ټينګار وکړ او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه."
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې دا هم ويلي دي شوي دي چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان افغانستان کې د سولې بهير او اروبند ملاتړ کړی دی.
د ولسمشر غني او لومړي وزير عمران خان ترمنځ په داسې مهال ټيلفوني اړيکه نېول شوې، چې دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرې روانې دي.
وروستي