د مصالحې شورا یو ځل بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې

روهي(نۍ/۵ د تلې)، په قطر کې د دوو اونیو خبرو تېریدو وروسته لا هم دواړه خواوې هوکړې ته نه دي راسیدلې؛ په همدې ترڅ کې د مصالحې عالي شورا له طالبانو غواړي چې اوربند وکړي.


د مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون وایي د جګړو دوام اندېښموونکی دی او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي؛ نوموړي ویلې،" مونږ له طالبانو تمه لرو ترڅو جګړه بنده کړي، د افعانانو دا غږ واوري او د خبرو پر مخ بیولو لپاره لار هواره کړي".


د مصالحې شورا وایي په پام کې ده، ترڅو راتلونکي دوشنبه ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان ته لاړ شي او هلته د پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

مصالحې شورا ویاند خوځون د سولې په بهیر کې د پاکستان ونډه مهمه بللې ده.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200926_102553_885.sdoc-->