زلمی خلیلزاد وایي د تاوتریخوالي د کمښت هڅې پیلوو

روهي(نۍ/۵ د تلې)، د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه په یوه مرکه کې ویلې، دواړه خواوې به وهڅوي ترڅو تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي.


نوموړي د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د ژورې اندېښنې وړ بللې، او وایي ژر به رسمي هڅې پېل کړي ترڅو روان تاوتریخوالی کم کړي.


خلیلزاد زیاته کړې معلوم وخت نه شي ټاکلی خو هڅه به وکړي ترڅو ژر د دواړو خواو ترمنځ د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه کې کموالی راولي.


نوموړي یو ځل بیا په ښکېلو غاړو غږ کړی چې اوربند ټینګ کړي او د افغانان دې غوښتنې ته درناوی وکړي.