قطر کې د بین الافغاني خبرو دوه اونۍ تیریږي، خو لا هم مخالفتونه موجود دي

روهي(نۍ/ ۵ د تلې)، له دوو اونیو تیریدو وروسته هم په کړنلاره هوکړه نه ده شوې؛ په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي لا هم نه دي توانیدلي ترڅو په یوه کړنلاره او د خبرو په اوصولو هوکړې ته ورسیږي.


په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تماس ډلو ترمنځ شپږ ناستې شوې دي، د دوی ترمنځ وروستۍ غونډه تېره چهار شنبه شوې خو بې پایلې وه، چې پکې د لانجې د حل په موخه طالبانو ته ځیني نوي وړاندیزونه شوې دي، خو طالبان لا هم پرې چوپ دي.


په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د کړنلارې پر سر د دواړو ډلو ترمنځ د هوکړې ځنډ ګڼې اندېښنې رامنځته کړي، او تازه د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلې، هېڅ تضمین نشته چې دواړه ډلې دې هوکړې ته سره ورسیږي.