امریکا کې  د ۲۰۳زره مړینو ترڅنګ نږدې ۷ میلیونه کسان په کرونا وبا اخته دي

روهي(نۍ/ ۵ د تلې)، په امریکا کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیونو نږدې شوی؛ د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس پرون د سپټمبر تر ۲۵ او د جمعې ورځې تر پایه په دې هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۶.۹۸ میلیونو ته ورسید.


امریکا په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې د کرونا وېروس تر ټولو ډېرې پېښې پکې ثبت دي؛ او په دې هېواد کې د کرونا وبا له امله د مړه شوو، کسانو شمېر ۲۰۳ زره تنو ته راسیدلی دی.


له امریکا وروسته په هند کې د کرونا وبا تر ټولو ډېر شمېر ثبت شوی چې ۵.۸ میلیونه کسان پرې اخته دي؛
او ورپسې برازیل د نړۍ دریم د کرونا وېروس ککړ هېواد دی، چې ۴.۶ میلیونه پېښې لري.


کرونا وېروس لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال ډسمبر کې په چین کې خپور شو، چې دا مهال ټوله نړۍ کې ۳۲.۲ میلیونه خلک پرې اخته دي؛ او ۹۳۸ زره کسان ترې مړه شوې دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200926_073233_959.sdoc-->