د سارک سازمان غړي هېوادونه د بین لافغاني خبرو ملاتړ کوي

روهي( جمعه/ ۴ د تلې)، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ور اخوا د سارک سازمان غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره ویډیویي خبرې کړې دي.


ددې غونډې پرمهال د سارک سازمان غړو هېوادونو ویلې، د بین الافغاني خبرو د بریا لپاره اړتیا ده، چې په سیمه کې اجماع رامنځته شي او د خبرو له شروع کیدو هرکلی کوي.

د بهرنیو چارو وزیر د کرونا وبا په سوداګرۍ تر خبرو سربېره د سارک سازمان له غړو هېوادونو غوښتې چې د افغان حکومت ملاتړ وکړي، او وسله وال طالبان یو بشري اوربند ته وهڅوي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200925_170637_663.sdoc-->