د شمسيه په نوم يوې هزاره جينۍ وکول شول چې د کانکور په ازموينه کې تر ټولو لوړې نمرې واخلي او عمومي لومړۍ نمره شې. شمسيه په قوم هزاره د کابل ولايت د برچي دښتې سيمې اوسېدونکې ده. نوموړې د محمد آصف مايل ښوونځي څخه فارغه شوې او د ۳۵۳.۱۸۵ نمرو په اخېستو يې د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته لار پيدا کړې ده.
په دې کې شک نشته چې دغه افغان محصله به وړتيا ونه لري. نوموړې خواري کړې، درس يې ويلی او د شپو په سبا کولو يې دغه مقام تر لاسه کړی دی.
افغانستان کې د نورو قومونو ترڅنګ هزاره قوم د زده کړو او ښځو ازادۍ په برخه کې مخکښ دی. نېږدې له تیرو دوه لسيزو د کانکور ازموينه کې له لومړي نمبر بيا تر درېيم او پنځم نمبر پوري هزاره وروڼه او خويندي راځي.
هزاره د وګړو پر بنسټ د افغانستان درېيم قوم دی. په مقابل کې يې پښتانه د افغانستان اکثريت برخه جوړه وي. د افغانستان ټول قومونه په بېلا بېلو برخو کې لاس ته راوړنې لري. د زده کړو برخو کې د هزاره قوم په اړه شته ذهنیت تر يو بريده غلو او اغراق ته هم رسېدلای دی.
جګړه هغه څه دي چې د افغانستان هر وګړی يې ځپلی دی؛ هر افغان، يا د جکړې اړخ دی او يا هم د جګړې قرباني. جګړه د مرګ - ژوبلې وراېخو پر روح او ذهنيت هم پوره ژور منفي اغېز کوي. يوازې د فزیکي امنيت چاپيريال اړين نه دی؛ په څنګ کې يې د روحي ارامتيا مساله هم اړينه شمېرل کيږي.
دا چې د هېواد د نورو قومونو په څېر پښتنو سيمو کې جګړې دي، مفهوم يې دا نه شي کېدای، چې په ټول افغانستان کې داسې پښتون شتون نه لري چې د شمسيه خور او يا هم نورو سره سيالي وکړي. که چېرې د کمیت او شمیرو پر بنسټ دا مساله مطرح کړو چې پښتنې سيمې ډېرې ناامنه دي نو وبه منل شي له ښوونځيو د فارغت، کانکور ازموينه کې د ګډون، د زده کړو فرصتونو او نورو برخو کې د پښتنو شمېرې ټيټې دي، خو که چېرې لامل دا په ګوته کيږي، چې د کانکور عمومي اول نمره دې په دې هزاره وي چې پښتانه په جګړو کې دي، نو بيا نه په ټولو پښتنو سيمو کې جګړه ده او نه هم ټولې هزاره مېشتې سيمې په امن کې دي.
که چیرې د جکړې اغېز وي، نو بيا خو شمسيه د يوې مستقيمې پیښې قرباني شوې وه. حالت يې په خپلو سترګو لیدلی وو. ايا دا په دې مانا ده چې جګړه مثبت اغېز کوي او که جګړه ذهني او روحي چاپيريال او وړتيا ناارامه، ګډوډه او منفي اغېزمنه کوي؟
هر کال په کانکور ازموینه کې د جينۍ، هغه هم د هزاره قوم څخه، بيا د يوې غريبي کورنۍ څخه او بيا په يو نه په يو ډول د جکړې قرباني کس اول نمره کېدل؛ پلان شوي، ترتيب شوي او د ځيني قومي موخو ښکارندوي کوي.
هزاره قوم افغانستان کې د ښځو د ازاديو او زده کړو برخه کې ځان مخکښ شمېري. دوی په هرې بيې دا هڅه کوي چې دغه وياړ که په رېښتني ډول وي او يا هم په کومې سياسي لارې وساتي.
د حامد کرزي له واکمنۍ بيا تر نن ورځې د لوړو زده کړو وزارت په سياسي وېش کې هزاره ګانو ته ورکول کيږي. په اخېر کې خوار شسميه ته د مبارکي ترڅنګ د هغې وړتیا ستايو خو دا خبره چې په ټول پښتون قوم کې يو کس هم نه شي کولی کانکور ازموينه کې تر لسمې نمرې راشي، يوه پلان شوې و سياسي هڅه ده.
وروستي