سرور دانش د حکمتیار وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلې جمهوریت ته درناوی وکړه

روهي(جمعه/ ۴ د تلې)، د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم مرستیال تازه په خپره شوې اعلامیه کې ویلې، چې ګلبدین حکمتیار دې خپلو څرګندونو ته پام وکړي او له کینې ډکې خبرې دې نه کوي.


دانش زیاتوي، چې حکمتیار وروستۍ څرګندونې ښیي، چې نوموړی د تشیع مذهب په اړه مالومات نه لري، او ددې مذهب پیروانو ته سپکاوی کوي.


نوموړي یو ځل بیا د سلطنتي نظام او امارت په اړه په خپل دریځ ټینګار کړی، او د هغه وخت حکومتونه یې د اسبتداد او دیکتاتورۍ حکومتونه بللې دي.