خلیلزاد وایي هېڅ باور نشته چې بین لافغاني خبرې دې بریالی شي

روهي( ټول نۍ/۴ د تلې)، د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد بغیر له دې، چې د کوم هېواد یا ډلې نوم واخلي ویلې، چې ځیني ورانکارې شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي.


د نوموړي په خبره غواړي، افغان جګړه د یو سیاسي جوړ جاړي له لارې ختمه کړي؛ خو ځیني هېوادونه یې د خپلو ګټو ساتلو لپاره د دوام هڅه کوي.


خلیلزاد په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د بریا اړه ویلې، هېڅ باور نشته چې یادې خبرې دې بریا ته ورسیږي، ځکه چې دواړه غاړې په یو بل بې باوره دي او ترمنځ یې ژور خپګان موجود دی.


د نوموړي وایي، د ایران پرته د سیمي او نړۍ هېوادونو د افغان سولې ملاتړ کړی، او له ښکېلو اړخونو یې یو ځل بیا د اوربند ټینګیدو غږ کړی دی.