د طالب پلاوي له خوا پر دوه مسايلو ټېنګار او د حکومتي پلاوي له خوا يې د بديل وړاندې کول 

روهي (پنځه نۍ/۳ د تلې)، سرچينې وايي چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني خبرو پر مهال دوه مسايلو د ژور اختلاف سبب شوي دي، چې طالبان پرې ټېنګار کوي خو حکومتي پلاوي يې بديلونه وړاندې کړي دي. 

د حنفي فقې په رڼا کې د مسايلو حل او همدا ډول د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوي تړون اړوند د بين الافغاني خبرو وړاندې وړل هغه دوه مسايل دي چې طالبانو پرې ټېنګار کوي خو بيا حکومتي پلاوي يې بديلونه وړاندې کړي دي. 

د افغان حکومت پلاوي دا له طالبانو سره منلې ده چې د سولې خبرې پر مهال به مسايل د حنفي فقې اړوند حليږي خو په افغانستان کې به بيا د شعيه ګانو حقوق او مذهبي ازادي ساتل شوي وي. 

حکومتي پلاوی په دې هم ټېنګار کوي چې که چېرې د سولې خبرو پر مهال د امريکا - طالبانو د سولې تړون بنسټيز وي نو بيا بايد  د افغان حکومت او امريکا متحدو ايالتو، افغان حکومت او ناټو ترمنځ هوکړې هم بنسټيزې وشمېرلې شي. 

افغان حکومت مني چې د بين الافغاني خبرو پر مهال به ستونزې وي خو په لويه کې دغه خبرو ته هیله مند دي.