کابل  کې د ناآمنیو زیاتوالی خو کورنیو چارو وزارت وایي ۱۹ جنایي مجرمین یې نیولي

روهي( پنځه نۍ/۳ د تلې)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو یې په دې ولایت کې د تېرو ۴۸ ساعتونو کې په جریان کې ۱۹ جنایي مجرمین نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت په وینا، چې دا کسان یې د غلا، قتل او اختطاف په تور نیول شوې ژر به قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.


کابل چې په دې وروستیو کې پکې د ځینو امنیتي پېښو ترڅنګ د جنایي جرمونو ګراف لوړ شوی اوسیدونکي یې په حکومتي چارواکو سختې نیوکې کوي، او په دې ولایت کې ترې د امنیت د ټینګښت په برخه د جدي اقداماتو غوښتونکي دي.


کورنیو چارو وزات داسې مهال په کابل کې د جنایي جرمونو په اړه د ۱۹ کسانو د نیول کیدو خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې یې په دې ولایت کې د هدفي وژنو د پلان نیوې یو مرکز د کشف خبر ورکړی و.