عبدالله عبدالله په هېواد کې د وروستي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده

روهي( پنځه نۍ/۳ د تلې)، د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، په هېواد کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه د اندېښنې وړ ده.


نوموړي چې نن په افغانستان کې د امریکا له شارزدافیر راس ویلسون سره لیدلي، په خپلو خبرو کې ویلي دي چې د سولې خبرو پر دوام یې د تاوتریخوالي کمول لومړی غوښتنه ده.


د بین الافغاني خبرو له شروع کیدو سره سم په هېواد کې جګړه تېزه شوې او د عبدالله عبدالله ترڅنګ ولسمشر غني او ګڼو نړیوالو پو دواړو لورو غږ کړی چې اوربند وکړي او د خبرو پرمهال یوې سولیزي فضا ته لار هواره کړي.