د طالبانو او  افغان پلاوو ترمنځ د خبرو پايله به سوله شي؟

په د وروستیو کې په هرځای کې د سولې خبرې د هر افغان وګړي له خولې څخه اورېدل کیږي،. سوله که څه هم ډېر مقدس نوم دی خو هغه څوک چې ډېر وخت یې په جګړو کې تېر کړی وي تل د سولې په هیله وي یو له هغو افغانان دي چې تر اوسه یې ارمانونه نیمګړي دي. د سولې واضح تعریف معلوم ندی، او هرڅوک، د سولې د نامه څخه ډول ډول تعریفونه لري خو په اسلامي نړۍ کې سوله سرتا سري خیر ده. او اسلام د سولې او وروروالۍ دین دی. او مسلمانان یې ورورۍ ته رابللي دي. خو په هر حال په د وروستیو کې د افغانستان د څلوېښت کالنې جکړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په هڅو د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شوه او د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو پرانیست غونډه په قطر دوحه کې وشوه چې اوس دوی په یو شمېر لومړنیو خبرو باندې سره لګیا دي. ولې روانو خبرو ته د افغان ولس هیله مندي زیاته ده؟ ځکه چې افغانان نور له جګړې ستړي شوي دي او د یوې داسې باعزته سولې د راتلو په تمه دي ترڅو د ټولنې هر فرد پکې ځان وویني.
 
ایا سوله راتلونکې ده که راځي نو څه ډول سوله او افغانان د څه ډول سولې غوښتونکي دي؟ افغانان د یوې داسې سولې غوښتونکې دي چې د تېرو کالونو قربانۍ یې چې دغه خاورې ته ورکړي په اوبو لاهو نه شي، چا چې په دغه خاوره باندې د خپل شیرین بدن غړي یې له لاسه وړکړي وي او ځوانانو د خاورې د ساتنې لپاره خپل سرونه نزرنه کړي دي / وو. میندو خویندو کونډو شهیدانو او په عموم کې په دغه جګړه کې د دردیدلیو کړیدلیو کورنیو حق تر پښو لاندې کیږي نو بیا هغو افغانانو ته د منلو وړ نه ده چې دوی قرباني ورکړي او لا یې همداسې ورکوي طالبان څنګه ټوپک په ځمکه کېږدي؟ ایا طالبان به د افغانستان کومه یوه برخه وغواړي او یا به کوم ولایتونه او که په همدغه حکومت کې به ورننوزي، ونډه به ورکړل شي او که د موقت حکومت په رامنځته کیدو سره به طالبان خپل ټوپک په ځمکه واچوي جکړي ته به نور نا ووایي. ولایتونه: که طالبانو ته کوم خاص ولایتونه ورکړل شي نو دا به زما په فکر افغانانو ته د منلو وړ نه وي او نه به یې په خیر وي ځکه چې افغانان هیڅ کله هم نه غواړي چې دغه خاوره تجزیه شي. ځکه چې د افغانستان هرې ټوتې ته افغانانو د خپل بدن د وینې په بیه قرباني ورکړي ده، که د ولایتونو په ورکړې سره سوله راځي نو دغه سوله به افغانانو ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه وي. نو افغانان نه غواړي تر څو تاریخي پېښې تکرار شي. په تاریخ کې د امیر عبدالرحمن په وخت کې له افغانستان څخه جودا شوي سیمې لکه پښتونستان باندې افغانستان تراوسه دردیږي. او پنجاب پښتون په پښتون وژني. ونډه: په روانه جګړه کې دواړه اړخونه باید په داسې څه باندې سره قانع شي چې افغان عام ولس ورباندې راځي وي چې ښه مثال یې د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې طالبانو ته ونډه ورکول دي.
 
موقت حکومت: د افغانانو له کورني تاریخ ایخوا په نړیواله کچه هم د موقتو حکومتونو تجربې تر ډېره بریده ناکامه او د کورنیو جګړو لامل ګرځېدلي. په دې لړ کې د بېلګې په توګه د مرکزي افریقا جمهوریت او سوېلي سوډان کې له خپلواکۍ وروسته ناکام موقت حکومتونه د یادونې وړ دي. د موقت حکومت په رامنځته کیدو سره خدای مه کړه افغانان د یوې بلې کورنۍ جګړې شاهد ونه اوسي او د نویمې لسیزې ترخې شیبې رایاد نکړي نو د موقت حکومت رامنځته کیدل تر ډېره د افغانانو په خیر نه دی. نو دواړو خواو ته په کار دي چې په داسې یو څه باندې سره توافق وکړي چې نور افغانان بې وخته ونه وژل شي. د سولې پر وړاندې خنډونه تر اوسه د سولې په روانو خبرو کې دواړه جانبه د یو بل کمزوري کولو هڅه کوي او د سولې روانې پروسې ته له یوې سیاسي زاویې ګوري چې دا د سولې خبرې لپاره یو خنډ ګرځیدای شي. افغانستان کې د بهرنیانو ګټې او موخې دغه یو خنډ دی چې د فغان سولې پر وړاندې موجود دی د افغانستان د سولې روانه پروسه کې ښکېل هېوادونه په دوو برخو وېشل کیږي. اول هغه هېوادونه دي چې مخامخ د افغانستان په جګړه کې ښکیل دي، لکه پاکستان او ایران.
 
دا هېوادونه له افغانستان سره د جغرافيې، پولو او د اوبو پر سر تاریخي لانجې لري. نو ایا دوی به له یو با ثباته او پیاوړي افغانستانه په وېره کې نه وي؟ دویم د روسیې او امریکا په شان لوي قدرتونه دي. دوی په افغانستان کې داسې یو نظام غواړي چی ورته د منلو وي او د دوی تر تاثیر لاندې وي او یوه د افغان حکومت ناسمه تګ لاره. چې دا هم د سولې پر وړاندې یوه لویه ستونزه ده، او د تګ لارې څخه مو مقصد د افغان حکومت د خپل دریځ څخه په شا کیدل او بې بنسټه پرېکړې کول دي. او بل یوه لویه بې باوري چې د سولې په روانه پروسه باندې د افغانانو ده هغه د طالبانو له لوري د اوربند نه کړل او په هیواد کې د نامنۍ زیاتیدل او له بېلا بېلو ولایتونو څخه د ملکي وګړو او افغان دولت او طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو راپورونه دي چې په دې سره په هیواد کې جګړه ګرمه روانه ده او په قطر کې د سولې خبرې ګرمې دي چې دواړه یو له بله ضد کلمي دي. دلته یوه پوښتنه موجوده ده که سوله کیږي د دواړو اړخونو ترمنځ د جګړې څخه به د طالبانو ټول جنګیالي په بشپړه معنا راوګرځي ؟ او که یوازې په قطر کې د طالبانو سیاسي مشرانو سره به د سولې تړون وشي نور به د دغې ډلې جنګیالي همداسې جګړې ته د پردیو په اشاره په یو نه یو ډول نامه به جګړه جاري وساتي او افغانان به هره ورځ همداسې لکه چې اوس دي په غم کې وي او که په کامله معنا به جګړه ورسره ودریږي .
 
او ځینې ستونزې چې د سولې روانو خبرو په جریان کې به رامنځته کیږي چې په یو لړ مسایلو باندې به دوی تفاهم ته نه سره رسیږي هغه به د طالبانو په غوښتنه جمهوریت په امارت بدلیدل دي او افغان حکومت په جمهوریت ټینګار کوي که د سولې خبرې لغوه کیږي ایا په هیواد باندې به مو یوه لویه څپه د جنګ رانشي چې دغه هیواد به یو ځل بیا په کنډولو او د مارانو په ځاله بدل شي . دا ځکه چې د طالبانو پنځه زره زندانیان هم له جېلونو څخه ازاد شول چې د سولې د خبرو په لغوه کیدو سره به بیا ددغه هیواد په خیر نه وي. که خبرې پرته له کومې نتېجې پای ته رسیږي او دواړه اړخونه بېرته د جنګ میدان ته ودانګي نو په دې سره به نه یوازې افغانستان بلکې ټولې نړۍ ته به یو لوی خطر نه وي چې د سپټمبر یولسمې شان پېښې به تکرار شي د امریکا پخوانی د ملي امنیت سلاکار مېک ماسټر څو ورځې وړاندې وویل چې ټرمپ افغانستان او نړۍ له خطر سره مخامخ کړي نو دا وقیعت دی که سولې خبرې پرته له کومې پایلې پای ته رسیږي نړي به په وقعي معنا له خطر سره مخ شي. د سولې لپاره خوشباوري: افغانان نور له جنګه سټړي شوي دي اوس د یوې داسې سولې د راتلو په تمه دي چې نور د ټوپک، مارمۍ ، بامونو او باروتو کیسې نه وي د روانې سولې خبرو لپاره افغانان ډېر هیله من دي دا ځکه چې افغان دولت اوس د یوې داسې ډلې سره خبرو مېز ته ناست دی چې څه موده وړاندې هیڅ د سولې خبرې یې په خوله نه راتلې اوس د سولې د راتلو په مواردو باندې د افغان دولت سره مخامخ خبرې کوي