پر هیواد  یې اغيزې    کرونا  او سیاسي اختلافات

د ۱۳۹۸ه ش کال د انتخاباتو نتایجو اعلان سره محمد اشرف غني ګټونکی ونومول شو خو عبدالله عبدالله بیا دغه نتایج ناسم وبلل  یو ټولشموله حکومت یې جوړ کړ،چې په دې سره په هیواد کې سیاسي لانجې ورځ تر بلې ته په پراخیدو شوې،  چې بیا په همدې کال کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د چین په وهان ښار کې راپیدا شو، چې په کم وخت کې  دغه وبا د افغانستان په ګډون د نړۍ هر ځای ته ورسیده، چې د نړۍ لپاره یو لوی بشري کواښ دی.      

هغه ناروغي دا چې د نړۍ سوپر طاقت لرونکي COVID19کرونا هیوادونه چې په پرمختللۍ تکنالوجۍ سمبال دي دولتي او غیرې دولتي خلک یې د خپل دولت د بهبود لپاره شپه او ورځ کار کوي دې ویروس سره لاس او ګرېوان دي.

بل طرف ته زموږ په ګران  هیواد افغانستان کې هم دغه ناروغي مخ پر وړاندې روانه ده.
د دې ناروغۍ د کنترول لپاره  افغان دولت څخه لاره ورکه ده، که ښارونه کرنتئین کیږي نو خلک د لوږې سره مخ کیږي ځکه چې زیاتره وګړي له همدې ښارونو څخه د بیګا لپاره ډودۍ تیاره وي او که ښارونه نه کرنتئين کیږي نو بیا مو کرونا وژني دا هغه عمده ستونزې دي.
 کوویډ نولس زیاتره په ګنې ګونې ځایونو کې له یو بل څخه انتقالیږي، چې په دي سره په همدې  ناروغۍ زیات شمیر خلک اخته کیږي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په هرات ولایت کې راڅرګند شو.
  چې وروسته بیا د افغانستان په زیات شمېر ښارونو کې یې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې اوس یې له کابل څخه د  زیاتو پېښو خبر ورکول کیږي، اوس  د دې  وبا له لاسه ډېری ولایتونه کرنتئین دي.

زموږ په هیواد کې د ښارونو په کرنتئین سره د زیات شمېر خلکو ژوند له سختۍ او لوږې سره مخ دی.

ځکه چې دا خاوره ډېر وخت داسې د کرکې بلا ځپلي چې هر ولس ورسره مخ شي د نېکمرغۍ او انسانیت  څخه به یې لرې وساتي.

نو دلته د خلکو کرونا ته نه پام لارنه او سیاسي  لانجې به د دغه ملت په راتلونکي توره پرده خوره کړي. 

کله چې زموږ د تش په نامه مسلمانانو دوکاندرانو د لارو بندیدو غږ واوریده نو په احتکار یې لاس پورې کړ، په بازارونو کې د خوارکي او غیرې خوارکي توکو بیعه له اسمان سره شوې، دغه بیعې لا هم پورته دي چې دا دهغو خلکو لپاره سختې پرېوزي چې یوازې د بېګاه په غم کې وي.

د کرونا او خوراکي توکو د بیعو د لوړیدو سره سر د افغانستان دې واک تږي ددې خاورې په سر لوبه کوونکي د غربت څخه د ډګ ولس په سترګو کې خاورې شیندونکو رهبرانو ترمنځ سیاسي کړکېچ دا بیا بله هغه موضوع ده،  چې ددې خاورې خلک د لوږې ډار او بد مرغۍ سره مخ کوي.   

د ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي اختلافات اوس ددې لامل شوي،چې خلک او نړیوال پرې باور نه کوي.

 د دې لانجو پر خلکو او دولت یې لويې اغیزې! 
سرمایه ګوزار مو زړه نه ښه کوي چې پانګونه وکړي چې دا په دې دلالت کوي چې خپله سرمایه له هیواده وباسي، د سولې خبرې چې په قطر دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو، اوس دغه موضوع ګنګس شوي چې په دې سره په ولایتونو کې جګړه په ډېر شدت سره  روانه ده، هر ورځ مو لسګونه کورنۍ د ویر په ټاغر کیني او مري.  کابینه مو د ځنډ سره مخ شوي، چې اوس مو هر وزیر، والي، رئیس مو دا هڅه کوي چې په راتلونکي کابینه کې له خپل موقف څخه لرې کیږي، نو رشوت او فساد ته یې لاس اچولی دی شخصي جیبونه ډکوي. 

د کرونا په تړاو هغه شان مبارزه چې اړینه ده نشي کیدای. هغه مرستې چې د نړیوالو لخوا د افغانستان سره کیږي په دې برخه کې پر ځای نه مصرف کیږي او زیاتره یې شخصي جيبو ته ځي. 

د امریکا یو میلیارد ډالر مرسته چې له افغانستان دولت سره کیدله تر هغې مشروطه شوله چې ولسمشر محمد اشرف غني او پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله خپل منځي اختلافات نه وي حل کړي.

موږ په داسې خاوره باندې ژوند کوو چې ژوندي مو د مړي په کفن کې هم غله کوي.
 داسې یو هیواد کې  چې کالونه کالونه د پردیو په لمسون د جهاد او وطن په نامه  د جنګ میدان پاتې شوی، اوس یوې خوا ته  نړیواله وژونکي ناروغي  او بلې خوا ته د دې خوار ملت ځان غوښتونکو رهبرانو ترمنځ د واک په سر  سیاسي اختلافات، هغه څه دي چې دا هیواد د لوی ناورین او غمیزې سره مخامخ دی.