د افغانستان چوپتیا او د پاکستان جرائت!

 ډيورنډ فرضي کرښه چې په ۱۸۹۳ ه ش کال کې د برېتانيا له لوري، د افغانستان د وخت پاچا امیر عبدالرحمان خان باندې په زور سره تپل شوي، چې تر اوسه افغانانو ته دغه فرضي کرښه د منلو وړ نه ده. دغه کرښه د افغانستان د بدن یوه برخه پرې کوي چې د پېښور په شان خاوره د وخت امپراتورۍ برتانوي هند (انګرېزانو) دغه برخه له لوی افغانستان څخه جوده کړه. او د پښتون په شان لوی قوم یې په لر او بر وويشه، چې دغه کرښه داسې مثال؛ لري لکه: د وروڼو یو کور چې په منځ کې دیوال جوړ کړي. کله چې په افغانستان باندې د ډيورنډ فرضي کرښه تپل کیږي، د څو کالونو مودې په تېریدو سره د پاکستان په نوم ریاست د برتانوي هند پر مټ رامنځته شو. چې د افغانستان ځینې برخې همدې ریاست(پاکستان) په خپله والکه کې واخیستې. ډيورنډ یوه له هغه لنجمنو کرښو څخه ده، چې د زیات شمېر افغانانو په حواله د ډاکټر نجیب په شان ولسمشر هم د پاکستان له لوري د دغې کرښې پر سر ښکار شوی دی.
 
د افغانستان چوپتیا او د پاکستان جرائت: د تیرو څو کالونو راهیسې د پاکستان له لوري د ډیورنډ پر فرضې کرښه باندې د افغانستان پر خاوره تیری کیږي. د همدغې کرښې په اوږدو کې د افغانستان پر کونړ ولایت باندې وخت نا وخت د پاکستان له لوري راکیټي بریدونه کیدل چې زیات شمیر افغانانو ته پکې مالي او ځاني زیانونه واوړېده.اوس تازه بیا پر کونړ راکیټي بریدونه وشوه، چې د دې سیمې خلکو د سر او مال زیان پکې ولیده. د کونړ وروسته په همدې ډيورنډ کرښه باندې د ننګرهار ولایت څڅوبې سمیه کې د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان دولت له لوري دروازه جوړه شوه، چې د همدغه دروازې په جوړیدو سره د ننګرهار ولسونو خپل غږ اوچت کړ، او د افغان دولت څخه یې ددغه دروازې د مخنیوي غوښتنه وکړه. چې په همدغه ورځو کې د افغانستان د ملي امنیت سلا کار حمدالله محب یاد ولایت ته لاړ چې د یاد ولایت قومي مشرانو ځوانانو مدني فعالانو او د ننګرهار ولایت چارواکو سره یې ولیدل د پاکستان د هرې کړنې ته د ځواب ویلو وعده ورکړه، خو د حمدالله محب ننګرهار ته تګ د یاد ولایت د خلکو او مدني فعالانو له نیوکو سره مخ شو، چې ددغه ولایت خلکو نیوکه دا وه چې محب د ننګرهار ولایت اصلي مدني فعالانو قومي مشرانو ځوانانو سره نه دي لیدلي، فقط ننګرهار ته راغی د دولت له لوري په پیسو جوړ شوي قومي مشرانو مدني فعالانو او څو ځوانانو سره لیدلي دي. خو په ننګرهار کې د حمدالله محب د کړیو خبرو وروسته بیا هم پاکستان دولت له لوري د افغانستان په خوست هلمند زابل ولایتونو کې تسیسات جوړ کړل.
 
چې افغانستان دولت تر اوسه د دغه مکار غدار ګاونډي پر وړاندې هیڅ ځواب نه دی ویلی. د پاکستان ددغه کړنو پر وړاندې په خوست کې سلګونو خوستمیشتو لاریون وکړ، او د افغان دولت څخه یې وغوښتل چې د پاکستان دغه ناوړه کړنې مخنیوی وکړي. خو د افغانستان دولت د افغانانو وریتې وریتې چیغې نه اوري افغان چارواکي د فیل په غوږ کې ویده دي. د افغانستان دولت دغه چوپتیا پاکستان نور هم پر خپل ځان مطمین کوي. ورځې نه بلې ته پاکستان پر ډيورنډ فرضي کرښه خپلو تسیساتو ته دوام ورکوي. د افغانستان دولت دغه چوپتيا په څه معنا؟ ایا: افغان دولت دومره بېوسه دی چې د پاکستان مخه نه شي نیولی؟ ایا: افغان چارواکو پر ډیورنډ فرضي کرښه کومه معامله کړي چې د پاکستان دغه کړنو ته ځواب نه وایي؟ ایا: پر افغان چارواکو بېل خصوص افغان ولسمشر باندې، د چا فشار دی چې چوپ پاتې دی.
 
چې د پاکستان د کړنو په مورد هېڅ څه نه وایي؟ او که بله کومه خبره ده. ددې ټولو خبرو سره که افغان دولت دومره بېوسه دی چي د خپلو سرخداتو څخه ساتنه نشي کولی، نو بیا د چوپ نه پاتې کیږي افغان دولت د نړیوالې ټولنې او افغان ولس سره دغه خبره شریکه کړي. خو زما په نظر دغه خبره به هم نه وي ځکه چې اوس افغانستان ډېر ښه امنیتي ځواک لري. چې په پرمختللو هوایي او ځمکنيو تجهیزاتو سمبال ځواک دی، چې د دښمن هر ګوزار ته به په ښه شان سره ځواب ووایي. که معامله شوي وي نو دا څنګه معامله ده، چې پاکستان هره ورځ په مترو مترو زمونږ خاورې ته را دننه کیږي، او افغان دولت یې پر وړاندې چوپ پاتې دی که معامله نه وي شوي بیا ولې افغان دولت د پاکستان ددغه کړنو مخه نه نیسي. که اوس یې مخه ونه نیول شي، بیا به افغانستان په دغه شان حالت کې چې داخلي کړکچ هم ډېر زیات دی بې اتفاقي او فساد اوج ته رسیدلی، نو بیا به له پاکستان څخه دغه خاوره چې اوس یې لاندې کوي دومره په اسانۍ سره بېرته ترې ونیسي، او د افغانستان تر واک لاندې به شي.
 
او که نور فشارونه پر افغان چارواکو باندې وي، نو خبره د ولس سره شریکه کړي چې افغان ولس د پاکستان ددغه کړنو مخه ونیسي. افغانان تل د تاریخ په اوږدو کې د دښمن پر وړاندې په ډلییز ډول ولاړ دي هر ډول دښمن ته یې ماتې ورکړي ده. په همدې باندې تاریخ ګاوه دی چې افغانان په هیڅ صورت د دښمن تېري پر وړاندې بې ځوابه نه دی پاتې، اَن زموږ خویندو هم په پراخه کچه د دښمن پر وړاندې په جګړو کې برخه اخیستې، ښه مثال: یې د میوند په جګړه کې افغان پیغلو ګډون او د ملالې کارنامه ده چې د لنډۍ په ویلو او د افغانستان د بیرغ په اوچتولو سره یې افغان شاه زلمو ته روحیه ورکړه هغه وه چې په یاده جګړه کې افغانانو دښمن ته سخته ماتې ورکړه. نو اوس د افغان چارواکو څخه تاریخ هېر دی چې نه یې هم په خپله د پاکستان مخه نیسي، او نه هم ولس ته کوم څه وایي. نو ده د کومې معامله په معنا نه ده چې اوس ولس ورته په اندېښنه کې دی. نو د افغان دولت دغه چوپتیا به نه یوازې پاکستان ته جرائت ورکړي، بلکې نورو ګاونډیانو ته به هم دا جرائت ورکړي چې دوی به په اسانۍ سره پر افغان خاوره د تېري کولو ته زړه ښه کوي. نو باید افغان دولت د فیل په غوږ کې خوب ونه کړي، او د پاکستان په ډیورنډ فرضي کرښې باندې د غیرې قانوني کړنو پر وړاندې جدي غبرګون وښیي او د دغو ناروه کړنو مخه ونیسي. او یا یې له ډیپلوماتیکو لارو چارو په دغه تړاو ورسره خبرې وکړي او ستونزه هواره کړي.