د کابل پوهنتون طب پوهنځۍ ته بريالۍ شوې؛ شمسيه نومي کانکور ازموينه تر ټولو ډېرې نمرې اخېستې دي

روهي (پنځه نۍ/۳ د تلې)، لوړو زده کړو وزارت د روان کال د کانکور ازموينې پايلې اعلان کړې. د شمسيه په نوم يوه جينۍ له کابل ولايت څخه ترټولو لوړې نمرې اخېستې دي. 

نوموړې د کابل پوهنتون طب پوهنځۍ انتخاب کړې وه او لار يې ورته موندلې ده. تېر کال کې يوه جينۍ کانکور ازموينې کې تر ټولو لوړې نمرې اخېستې وې. 

له شمسيه وروسته لاندې زده کوونکي په لوړو نمبرو بريالي شوي دي: 
کابل ـ نعمت‌الله، محفوظ‌الله زوی ـ ۳۵۳،۱۳۳ نمرو سره دويم ځای خپل  کړی او د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی؛
کابل ـ محمد مجتبی، خادم حسین زوی ـ ۳۵۰، ۰۶۱ نمرو سره دریم ځای خپل  کړی او د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی؛
بدخشان ـ توریالی د سید کریم زوی د ۳۴۹، ۸۶۷ نمرو سره د کابل طب پونځي ته لار موندلې ده؛
کابل ـ احمدفواد، د احمدرحیم زوی ـ ۳۴۹،۷۳۵ نمرو سره د کابل انجینیري پوهنځي ته بریالی شوی؛
غور ـ زین‌العابدین د بادار زوی له  ۳۴۸.۵۷۱ نمرو سره د هرات طب پوهنځي ته لار موندلې ده؛
کابل ـ احمد وثیق د احمدقسیم زوی له ۳۴۸.۳۳۶ نمرو سره د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی؛
کابل ـ نصیحه د رحیم‌داد لور له  ۳۴۸.۳۰۱ نمرو سره د کابل طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده؛
غورـ وثیق د خیرمحمد زوی له ۳۴۸.۱۰۴ نمرو سره د کابل کمپيوتر سانیس پوهنځي ته بریالی شوی؛
هرات ـ فضل احمد د گُل آقا زوی له ۳۴۸.۱۶ نمرو سره د هرات طب پوهنځي ته بریالی شوی.