ټرمپ په انتخاباتو کې له ماتې وروسته د واک خوشي کولو ته چمتو نه دی

روهي( پنځه نۍ/۳ د تلې)، د امریکا ولسمشر تازه په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، د واک د سولیز لېږد ژمنه نه کوي.


ټرمپ په انتخاباتو کې د درغلیو په تړاو اندېښنه ښودلې او د خبریالانو پوښتنو ته یې په ځواب کې ویلي، چې هغه د پوستې لارې د رایپاڼو سره مخالفت لري، او کیدلی شي دا په انتخاباتو کې درغلیو ته لار هواره کړي.


په امریکا کې چې د کرونا وبا له امله خلک د پوستې له لارې رای اچلو ته هڅول کیږي، ټرمپ ویلې"زه د رایپانو په اړه شکایت لرم او دا په ښکاره توګه یو ناروین دی".


د مریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال انتخاباتو پرمهال هم په ټاکنو کې د ماتې نه منلو ویلې و، چې هغه مهال یې سیالې کاندیدې هرلې کلېنټن د ټرمپ دا عمل په ولسواکۍ برید بللی و؛ خو میرمن کلېنټن دا ځل په انتخاباتو کې و لسمشر قوي سیال جوبایډن هڅولی ترڅو د پایلو په نږدې کیدو کې ماتې ونه مني.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200924_113053_461.sdoc-->