پنټاګون: د سرتېرو تر وتلو وروسته هم افغانستان کې عملیات کولی شو

روهي(پنځه نۍ/۳ د تلې)، امریکا وایي د سرتېرو تر ایستو وروسته هم کولی شي، د اړتیا په صورت کې هم په افغانستان کې عملیات ترسره کړي.


د دفاع وزارت د یو چارواکي له قوله چې په افغانستان کې یې سرتېرو پاتې کیدل په حالاتو پورې تړلې دي.


د سرچینې په خبره چې که ځواکونه یې له افغانستان ووځي هم دوی کولی شي، ترڅو په ځینو اهدافو عملیات ترسره کړي؛ او دا د دفاع وزارت تګلاره ده.


د امریکا دفاع وزارت چارواکي داسې مهال په افغانستان کې حالاتو ته په کتو د سرتېرو د پاتې کیدو یا وتلو خبره کوي، چې په قطر کې د افغان سولې خبرې رواني دي؛ یاد چارواکي له طالبانو غوښتې چې تاوتریخوالی کم کړي او د مذاکراتو د بریا هڅې دې وکړي. 
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200924_081013_919.sdoc-->