تر اوسه تر يو مېلېون برېښنايي پېژند پاڼې وېشل شوی

،
روهي (څلور نۍ/ ۲ د تلې)، د افغانستان د وګړو د ثبت  مرکزي اداره وايي چې تر اوسه د هېواد دننه او بهر له يو مېلېون ډېرې برېښنايي پېژند پاڼې وېشل شوې دي.
 
د يادې ادارې وياند جاويد رسولي رسنيو ته ويلي دي چې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش بهير روان دی؛ د هېواد دننه او بهر ۴۷ د وېش مرکزونه پرانېستل شوي دي.
 
په ورته وخت کې حکومت دولتي کارمندانو ته خبرداری ورکړی دی، چې که چیرې برېښنايي پېژند پاڼې وانه خلي، نو معاشونه به يې وځنډيږي.
 
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس برېښنايي پېژند پاڼو کې د مور نوم لېکل هم ور زيات شول، خو د وګړو د ثبت اداره وايي چې د مور نوم لېکل اختياري بڼه لري.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200923_203813_068.sdocx-->