له حکمتيار پوښتنه: د ډاکټر نجيب د مړينې کليزه کې برخه اخلې؟ (نه، نجيب د زرګونه افغانانو قاتل دی)

روهي (څلور نۍ/۲ د تلې)، د افغانستان اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار له ملي راډيو ټلويزيون سره په خپلې وروستۍ مرکې ويلي دي، چې ډاکټر نجيب د افغانستان د زرګونه وګړو قاتل وو.
 
له حکمتيار خبريال پوښتنه کړې، چې څو ورځې وروسته د ډاکټر نجيب الله د شهادت تلين غونډه ده، تاسې ګډون کوی؟ حکمتيار يې په ځواب کې ويلي دي چې ګډون او نجیب د زرګونه افغانانو قاتل وو.
 
حکمتيار ادعا کړې ده چې د ډاکټر نجيب د لمانځنې مراسم د حکومت یوه هڅه ده او موخه يې دا ده چې  حساسيتونه راپورته کړي.
 
نوموړي د سرور دانش په اړه ويلي دي چې سرور دانش د ايران تابیعت لري او قومي تعصباتو ته لمن وهي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200923_175449_202.sdocx-->