عبدالله عبدالله پاکستان ته ځي

روهي (څلور نۍ/۲ د تلې)، د مصالحې عالي شورا وایي ټاکل شوې ده د دغه شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په نېږدې وخت کې پاکستان ته په يو رسمي سفر لاړ شي.
 
که څه هم پاکستان ته د عبدالله عبدالله د سفر کره نېټه نه ده په ګوته شوې، خو څه وخت وړاندې د پاکستان لومړي وزير عمران خان نوموړی دعوت کړی وو.
 
پاکستان ته د عبدالله عبدالله سفر په داسې وخت کې پلان شوی دی، چې له تېرې دوه اوونيو دوحه کې افغان پلاوي د سولې بين الافغاني خبرې کوي.
 
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د پاکستان رول اغېزمن شمېرل کيږي او دا څوم ځل دی چې د افغان حکومت چارواکي، امريکايي لوړپوړي ديپلوماتان او د طالبانو استازي اسلام اباد ته سفر کوي او له پاکستاني مقاماتو سره پر افغان سولې غږيږي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200923_173257_966.sdocx-->