عبدالله عبدالله وایي شواهد شته چې ازاد شوې طالب بندیان بیرته د جګړو لیکو ته ستانه شوې دي

روهي(څلور نۍ/۲ تله)، ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا ته په خپله وینا کې ویلې، هغه پنځه زره طالب بندیان چې د دوحې د تړون له مخې افغان حکومت خوشې کړې، بیرته د جګړو لیکو ته ستانه شوې دي.


عبدالله عبدالله وایي دوی شواهد لري، چې ازاد شوې طالب بندیان یې ان په کابل کې په جګړه بوخت دي؛ د نوموړي په وینا چې دا د هغې هوکړې تیری دی، چې دوی له طالبانو سره کړې ده.


افعان حکومت وایي، دوی د دوحې د هوکړې له مخې ټول پنځه زره طالب بندیان خوشې کړې دي؛ خو طالبانو بیا د خوشي شویو طالب بندیانو جګړو ور ګرځیدل رد کړي دي.


ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، ازاد شوې ټول بندیان د رواني او جمسي اړخه جګړې تیار نه دي، او ټول په خپلو شخصي کارونو، تعلیم او درمنلې بوخت دي.


جګړې ته د خوشي شویو طالب بندیانو بیرته ګرځیدو خبره داسې مهال کیږي، چې عبدالله عبدالله په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پرمختګ خبر ورکړی دی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200923_162711_579.sdoc-->