روهي (څلورنۍ/۲ د تلې)، وروسته له هغې چې ولسمشرۍ ماڼۍ په برېښنايي پېژندپاڼو کې د پلار نوم ترڅنګ د مور نوم لېکل هم تصويب کړل، د احصایې ملي اداره وايي چې د مور نوم لېکنه اختياري ده.
د دې ادارې رئیس احمد جاوېد رسولي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له دې وړاندې هم په ډیټابېس یا د معلوماتو په ذخیره کې د مور نوم لیکل کېده، خو اوس د نوي قانون پر بنسټ، د هر شخص د خوښې پر بنسټ، د مور نوم د الکترونیکي تذکرې په لومړۍ صفحه لیکل کېږي.
برېښنايي پېژندپاڼو کې د مور نوم له لېکلو سره يو شمېر ديني عالمانو او په ځانګړيی ډول د طالبانو واکمنۍ پخوانيو کسانو مخالفت ښوودلی وو.
وروستي