خليلزاد: د طالبانو او امريکا د سولې له هوکړه ليک وروسته پر امریکايي پوځيانو هېڅ بريد نه دی شوی 

روهي (څلورنۍ/۲ د تلې)، د افغان روغې جوړې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي چې د طالبانو او امريکا حکومت ترمنځ د سولې هوکړې وروسته افغانستان کې پر امريکايي پوځيانو او د هغوی پر بهرنيو ملاتړ ځواکونو هېڅ بريد نه دی شوی. 

خليلزاد ويلي دي چې طالبانو د سولې تړون ته ژمنتيا ښوودلې ده له بهرنيو ډلو سره اړيکې پرېښوودلې دي خو لا هم د سولې تړون بشپړ پلي کېدو سره واټن کې دي. 

"په خواشینۍ سره چې افغان مشرانو د شوروي د لښکرو له وتلو وروسته مسوولانه چلن و نه کړی او کورنۍ جګړه پیل شوه. خو د خلیلزاد په وینا اوس امریکا افغانستان سره مرسته کوي، چې له دې تاریخي موکې ګټه پورته کړي او او هغه څه چې په نوي یمه لسیزه کې تېر شوي، مخنیوی یې وشي."

خليلزاد دا هم ويلي دي، د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي چې د سولې خبرو نه پایلې ته رسېدل به افغانان لا هم وزوروي.