حکمتيار: سرور دانش تر هر چا زيات د قومي تعصب په بېمارۍ اخته دی

روهي (څلورنۍ/۲ د تلې)، د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار د سرور دانش خبرو ته غبرګون ښوودلی او هغه يې متعصب بللی دی. د حکمتيار له دفترهه روهي وېب پاڼې ته په رالږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "آيا هغه څوك هم پر بل چا د قوم پالني تور لګولو حق لري چې په خپله تر هر چا زيات د قومي تعصب په بېمارۍ اخته دئ؛ داسي چې:
• په خپل حزب كې يو غير هزاره غړي نه لري.
• په ارګ كې او په خپل دفتر كې يې ټول مامورين؛ له سر تر پاى هزاره دي؟
• په موروثي امامت باور لري او دا يې د مذهب جزء دئ، امامت د على رضى الله د زامنو، لمسيانو او كړوسيانو مسلم حق ګڼي.
• ټول مذهبي پيشوايان او مراجع یې په موروثي توګه غوره كېږي؛ مرجعيت له پلار؛ اولاد ته انتقالېږي.
• قم او نجف یې دوه اساسي قبلې دي، په همدې نجف او قم كي ټول مذهبي مراجع داسي دي چي دا مسند او كرسۍ له پلار نيكه په ميراث ترلاسه كوي.
• د ايران تابعيت لري او هلته له پېړيو پېړيو رايسي د فارسيانو استبدادى حكومت دی او ټول نور قومونه او قبيلې له خپلو ټولو انساني حقوقو محروم دي.
• د ساسانيانو، صفويانو، نادر شاه افشار، او نن د ايران اخوندي حكومت؛ ټول موروثي حكومتونه وو او دي؛ زوى د پلار وژلو هڅه كړې او پلار د زوى سترګي ايستلې، د نادرشاه افشار او د هغه د زوى قصه د هر تاريخ پوه انسانه مخي ته پرته ده.
• دوى پښتانه يوه وړه قبيله ګڼي؛ په داسې حال كې چې په دې سيمې كي د تاجكستان، اوزبكستان، تركمنستان، قزاقستان، قرغزستان، ټولې مركزي آسيا هېوادونو؛ د ايران په  شمول؛ تر ټولو لوى قومي جماعت پښتانه دي، شاوخوا 50 مليون پښتانه په دې سيمې كې مېشت دي، د هر اشغالګر په وړاندې د آزادۍ په جنګ كي تل مخكښ وو، آيا يوه قوم او مشرانو ته ئې سپكاوى؛ يو ستر شرارت نه دئ؟!!

ټولو شيعه افغانانو ته وايو: هغه چې تاسو يې پرون له نورو قومونو سره وجنګولئ، ستاسو په نامه يې له پرديو رشوتونه ترلاسه كړي، ځان يې پلورلي، تاسو يې پلورلي يی، له اشغالګرانو سره يې د ملت په خلاف لاس يو كړى، په دوى اعتماد مه كوئ، پر مخ څپېړه وركړي، ستاسو عزت په دې كې دی چي له وروڼو قومونو سره خپله وروري حفظ كړئ. افغانستان د ټولو مېشتو قومونو ګډ كور وګڼئ؛ هغه هزاره او شيعه چې د خپلو غرضونو لپاره تاسو له نورو قومونو سره جنګوي؛ هغه تر بل هر دښمن زيات او لوى دښمن وګڼئ."