افغان خبریالان نیوکه کوي چې د خبرو پرمهال رسنیو ته ونډه نه ده ورکړل شوې

روهي(څلور نۍ/۲تله)، په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پر کړنلاره بحث روان دی، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د افغان رسنیو فعالان نیوکه کوي چې په دې خبرو کې رسنیو ته ونډه نه ده ورکړل شوې.


د یاد وزارت د نشراتو مرستیال شیوای شرق نن د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل چې د قطر په روانو خبرو کې باید د رسنیو استازي موجود وي؛ ترڅو په وخت او دقیق ډول خلک ددې خبرو په تړاو معلوماتو ته لاس رسۍ ولري.


نوموړي له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د خبرو پرمهال دې د رسنیو رول ته په کتو د معلوماتو له سانسور ډډه وشي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200923_121725_804.sdoc-->