
روهي(څلور نۍ/۲ تله)، تېره میاشت زرګونه ټنه سوداګریز توکي د شمالي او جنوبي بندرونو له لارې هېواد ته وارد شوي دي.
د افغانستان د رېل لارې ملي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېره میاشت د شمالي او جنوبي بندرونو له لارې هېواد ته ۲۹۰ زره ټنه سوداګریز توکي وارد شوي دي.
ددې ادارې په خبره چې په وږي میاشت کې ۴۷۹۵ واګونه سوداګریز توکي د رېل پټلۍ په مرسته د هېواد د بېلابېلو بندرونو حیرتان-مزارشریف، آقینې او تورغنډۍ له لارې هېواد ته را وارد شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په را وارد شویو ۲۹۰ زره ټنه سوداګریز توکو کې خواړه، نفتي او ساختماني توکي، ماشین الات او نور ډول ډول سوداګریز توکي شامل دي.