د محترم دانش د سپکو سپورو په ځواب کې

په اوسنیو حساسو شرایطو کې چې د څلوېښت کلنې جګړې د ختمولو لپاره په دوحه کې خبرې اترې روانې دي. د ښاغلي دانش غیر مسوولانه څرګندونې نه یوازې له تعصب او دښمنۍ ډکې وې، بلکې د افغانستان د تاریخ، ملي ګټو، ملي یووالي او د سولې د پروسې پر خلاف وې.

ښاغلی دانش صاحب! احمدشاه بابا د ۱۷۴۷م. کال د شېرسرخ په لویه جرګه کې انتخاب شو، ځکه یو بارز شخصیت و او د ایران امپراتور نادر افشار د هغه پر لوړ شخصیت اعتراف کوي.

ـــ احمدشاه بابا د خپل ملت په ملاتړ د افغانستان استقلال، د خاورې تمامیت او سیاسي حاکمیت تامین کړ.

ـــ احمدشاه بابا د لرغونې اریانا سرحدات دوباره احیا کړل؛ د درې ګونو قواوو (مقننه، اجرائیه، قضایه) پر بنسټ یې درانی دولت تاسیس کړ او همدا دلیل دی چې د معاصر افغانستان بنسټ اېښودونکی ګڼل کېږي.

ـــ د ده په حکومت کې ټول قومونه شامل وو، د بېلګې په توګه درویش هزاره د هرات والي، د نادر افشار لمسی شاهرخ میرزا د مشهد والي، ایرانی مؤرخ محمود حسیني د دربار منشي، نصیرخان بلوڅ د بلوچستان والي و او دغه راز سیکان او هندوان د ده په لوړو چارو کې غوره شوي وو.

ـــ احمدشاه بابا په افغانستان کې ټولو موجودو مذهبونو ته د عباداتو آزادي ورکړه او په دولتي چارو کې ښځو برخه درلوده، د بېلګې په توګه د ده مور زرغونې انا، د تيمور مور، مغلاني بېګم، بي بي مریم، مېرمن عینو او نورو ډېرو حتی په استخباراتو کې دندې درلودې. احمدشاه بابا ښځو ته د سولې، دوستۍ او خپلوۍ د عاملانو په نظر کتل. هغه د ښځو په ګټه د طلاق نابرابر دود لغو کړ.

ـــ د سراولف کارو په قول احمدشاه یو افغان نابغه او د کلکې ارادې خاوند و، جګړه ییز قابلیت یې درلود، خو د سولې قهرمان او په روغه جوړه مین او پخلاینه یې تر جګړې ښه بلله.

ـــ احمدشاه یو منظم پوځ جوړ کړ او د ده د واکمنۍ پر مهال توپونه تولید کېدل.

ـــ ده په کندهار کې د نوي ښار، ملي موزیم او د تاریخ لیکنې بنسټ کېښود.

ـــ احمدشاه بابا په پښتو، دري او عربي ژبو شعر وایه او د یوه مؤرخ په توګه یې (۸) علمي او تاریخي آثار په مېراث پرایښي دي.

ـــ احمدشاه بابا یو مستقل او وطن دوست واکمن و. د وطن او ځان ساتنې لپاره یې بهرنۍ لښکرې نه وې راغوښتې.

ـــ د ډهلي له تخت څخه یې خپل غرونه او دښتې ښې ګڼلې، د مذهب او پیسو په خاطر یې د افغانستان تاریخ، قومونو او ملي شخصیتونو ته بد رد نه دي ویلي.

ـــ احمدشاه بابا یو بنسټ پال مسلمان و او تروریست نه و. د ده په امپراتورۍ کې مسلمانانو، عیسویانو، سیکانو او هندوانو ژوند کاوه او د ده په دولت کې شامل وو.

دغه زار شاه امان الله او اعلیحضرت محمدظاهرشاه لږ تر لږه د دیموکراتیکو نظامونو او دیموکراتیکو اساسي قوانینو جوړونکي ګڼلی شو. شاه امان الله د غلامۍ ځنځیرونه د خپلواکۍ په ګټلو سره مات کړل او اعلیحضرت محمدظاهرشاه د دیموکراسي تمرین وکړ.

خو ښاغلی دانش له تا پوښتم چې چنګیزیانو په افغانستان کې څه وکړل؟ لنډ ځواب به یې زه ووایم او هغه دا چې هغوی د تمدن او بشریت دښمن وو. دویم دا چې تاسو د ولسمشر د مرستیال په دغو دوو دورو کې څه وکړل؟

ځواب: قومي او مذهبي تعصبونو ته لمن وهل چې ستاسو وروستۍ څرګندونې ښه مثال کېدای شي. د عليپور او حکیم شجاعي څخه د تاسو ملاتړ، د لوړو زده کړو د وزیر په توګه د افغانستان د نورو ځوانانو په سهمیه کې د ۵۰۰ هزاره ځوانانو خارج ته استول، د ستا په دفتر کې یوازې د دایکندي ځوانانو استخدامول، په دولتي ادارو کې د هزاره وروڼو د ګمارلو لپاره ستاسو ځانګړې هڅې، ستاسو د حکومت مفسده او ناولې اداره، امنیتي بحران او د سوریې جګړې ته د هزاره وروڼو لېږل او داسې نور ډېر کارونه استبداد او ناوړه سیاستونه ګڼل کېدای شي. بناً د خپلو غیر مسوولانه څرګندونو په بدل کې له خپل ملت څخه بخښنه وغواړه، دا د خیر او سړیتوب لار ده.