امریکا غواړي تر ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر صفر کړي

روهي(څلور نۍ/۲ تله)، د امریکا دفاع وزارت تازه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي؛ پنټاګون ټینګار کړی چې تر راتلونکي نومبر میاشتې تر پایه به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر تر پنځو زرو هم را ټیټ کړي.


د امریکا دفاع وزارت په وینا چې د افغان سولې لپاره د طالبانو سره شوې هوکړې او د ټرمپ په لارښوونه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کمولو ته دوام ورکوي.


د سرچینې په خبره چې امریکا غواړي تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر صفر کړي؛ خو په افغانستان کې د غوڅ ملاټړ ماموریت وایي د افغان ځواکونو روزنې ته ژمن دي.


پنټاګون داسې مهال له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو خبره کوي چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلې و، چې ژر به په افغانستان کې د هغه هوکړې له مخې چې له طالبانو سره کړې د خپلو ځواکونو شمېر تر څلور زرو هم را کم کړي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200923_075411_610.sdoc-->