ولسمشر غني: د سیمې او نړۍ هېوادونه دې طالبان اوربند ته وهڅوي


روهي (درې نۍ/۱ د تلې)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی  لیوجیان  خپل حضور ته ومانه.
 
ولسمشر غني د خپلو خبرو يوې برخې کې ويلي، په هیواد کې د تاوتریخوالي پایته رسېدل مهم وبلل وې ویل، مهمه ده چې د سیمې او نړۍ هیوادونه د اوربند مفهوم درک کړي او طالبان وهڅوي چې د اوربند په اړه د افغانستان د خلکو او بین المللي ټولنې غوښتنه ومني.
 
ولسمشر محمد اشرف غني د سولې بهیر په اړه ويلي،"د سولې پروسه کې هر پرمختګ د طالبانو له اعمالو سره اړیکه لري او د هغوی تاوتریخوالی هېڅ راز مشروعیت نه لري. موږ د سولې او طالب جنګیالیو د ادغام لپاره برنامه لرو او د سولې لپاره مو بشپړه زمینه برابره کړې ده."<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200922_195321_196.sdocx-->