طالبان وایي صالح او دانش د اسلامي نظام او سولې مخالف دي

روهي(درې نۍ/۱تله)، وروسته له هغه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دواړو مرستیالانو د طالبانو د واکمنۍ ضد څرګندونې وکړې اوس دې ډلې د ولسمشر د مرستیالانو لخوا د طالبانو د نظام په تړاو شوې خبرې "ناسم پروپاګند" بللی.


طالبانو نن په یوه خبر پاڼه کې ویلې، د ولسمشرۍ ماڼۍ دواړه مرستیالان صالح او دانش د اسلامي نظام او سولې ضد دي او له دوی سره کینه لري.


پرون چې د وږي په ۳۱ چې د سولې له نړیوالې ورځې سره برابره وه، د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله په همدې اړه جوړو شویو مراسمو ته په خبرو کې وویل، چې افغانان حیاناک خلک دي خو طالبانو په خپلو کارونو د دوی کلتور، خلک او ښځې "سپکې"
کړې دي؛ تر صالح یوه ورځ مخکې د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش هم د طالبانو واکمني د سدوزیو او محمدزیو واکمنۍ ته ورته ګڼلې وه او هغه یې "زورواکي او دیکتاتوري" بللې وه چې د خلکو له توند غبرګون سره مخ شوه.


خو دې ډلې نن د صالح او دانش خبرو ته په غبرګون کې ویلي چې تر اسلامي امارت مخکې او وروسته د دوی په ټکو، د افغانانو په مال او عزت تیري وشول او په خبره يې،" د دوی په اسلامي نظام کې به د ټولو خلکو حقونه خوندي وي او له هيچا سره به ظلم نه کېږي".