څه بلاه بلاه اخترونه تير شول
بي د يارانو محفلونه تير شول
نن څوک درته خوشحاله شي اختره
دجنازو چي کاروانونه تير شول
د خپلو او پردو په لمسونونو
په کور او کلي مواورونه تير شول
حیران یم چي لا هم ژوندي پاتي دی
په هغه خوارڅومره ظلمونه تيرشول
اودهجر شپو کي مو ګذران شوي
نه وينو هيڅ که سهارونه تيرشول
هغي ويل چې ګوندې راشي بيرته
خوخاوري خاوري ارمانونه تيرشول
غوټي مو ګل نشوه خزان دلاسه
هسي عبس تري بهارونه تيرشول
ای د همت جانانه راشه نوره
جدا له تا نه ډير وختونه تير شول
۲۰۰۷،۱۲،۱۶
وروستي