پاکستانۍ ملتپاله ملاله يوسفزۍ: افغان حکومت او طالبان دې سولې خبرو کې د ښځو حقوق په پام کې ونېسي 

روهي (درې نۍ/۱ د تلې)، د نوبل جايزې ګټونکې او پاکستانۍ ملتپالې ملالې يوسفزۍ د افغان جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پر مهال دې د ښځو حقوق په پام کې ونېسي. 

نوموړې د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت مشال راډيو سره خبرو کې ويلي دي، "امن زموږ د سيمو لپاره ډېر ضروري دی. زموږ خلک د جنګونو له لاسه بې کوره شوي او خپل خپلوان یې بايللي دي. اوس چې د افغانستان د امن خبرې روانې دي نو هيله مو دا ده چې امن به راشي. خو په دې کې دا ډېره ضروري ده چې دوی د مدني ټولنې او په ځانګړې توګه د ښځو اوازونه خامخا واوري. بايد د [نجونو] په تعليم او پر انساني حقونو هيڅکله سمجوته (جوړجاړی) ونه کړي. له انساني حقونو بغېر امن نه شي راتللی. امېد لرم چې ټول خلک دې امن وويني د راروانو سلګونو او زرګونو کلونو لپاره."

پر ملالۍ يوسفزۍ نيوکې دا دي چې افغانستان او پاکستان کې د پښتنو پر وړاندې پر شته تاوتريخوالي چوپ ده او ډېرۍ ځلې خپل دريځ د پاکستان د حکومت پر ملاتړ کوي.