طالبانو د ولسمشر دوه مرستيالانو وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښوودلی دی

روهي (درې نۍ/۱ د تلې)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح او دویم مرستيال سرور دانش له تېرو دوه  ورځو د افغانستان د راتلونکي سياسي نظام په اړه څرګندونې کوي او په خپلو خبرو کې ډېری وخت د طالبانو پر مهال د دوی اسلامي امارت هم تر بريد لاندې نيسي. 

طالبانو د ولسمشر مرستيالانو وروستۍ څرګندونو ته غبرګون ښوودلی دی او  ويلي دي چې په دې وخت کې دا ډول څرګندونې ستونزې جوړوي. د طالبانو په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د کابل ادارې مرستيالان  کمزورې اسلامي مطالعه لري او په همدې اساس ورته د امارت مفهوم څرګند نه دی. 

د طالبانو په خبرپاڼه کې د سرور دانش خبرو ته په اشارې لېکل شوي،
" ــ د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت په وخت کې د اسلامي احکامو تطبیق د شرعي مکلفیت په اساس وو، په اسلام کې فقهي احکام قوانین بلل کیږي چې طبعا به په ټولنه تطبیق کیږي، په ټوله نړۍ کې له قوانینو څخه سرغړونه جرم پيژندل کیږي او مجرمین مجازات کیږي.

په دې مورد بې اساسه تورونه پورې کول، یا د یادو قوانینو تطبیق د اسلام خلاف کار بلل پخپله د ویونکي په بې علمي او له اسلام سره په نابلدۍ دلالت کوي.

ــ که د اسلامي امارت له راتګ څخه یو ګام مخکې وخت ته نظر وکړو، آيا په کابل کې د قدرت په سر خپل منځي جنګونه او دغه ښار په ګنډواله بدلول  چې د شپيتو زرو کابلیانو په وژنه منتج شو کوم کمال وو؟

ــ آیا د خلکو په سرونو باندې میخونه ټکول، رقص مرده ننداره کول، په پاټکونو کې د خلکو په مال، عزت او ناموس تجاوزونه کول افتخار ده؟

ــ د خپل عزت ژغورلو لپاره د مکرویانو له څلورم پوړ څخه د باعزته پیغلو ځانونه راغورځول او په ورځني ډول زرګونه نور فجائع په مرکز کابل او ولایاتونو کې د شروفساد د بانډونو لخوا ترسره کیدل کومه قهرماني وه؟" 

نه يوازې طالبانو بلکې ډېری افغان سياستوالو او عامو افغانانو د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش خبرو ته غبرګونونه ښوودلي او غاندلې يې دي.