متحده ایالاتو د څو ایراني چارواکو په ګډون او د وینزویلا پر ولسمشر بندیزونه لګولي دي

روهي(درې نۍ/۱ تله)، لوړ پوړو امریکایي چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې د ایران او وینزویلا پر ضد نوي بندیزونه اعلان کړل؛ واشنګټن وایي، دا بندیزونه د وینزویلا سره د ایران د وسلو اړیکو د مخنیوي لپاره لګول شوي؛ خو ایران چې له کلونو راهیسې د متحده ایالاتو له بندیزونو سره مخ دی نوي بندیزونه غیر اغېزمن بولي.


په ایران او د وینزولا په پر ضد د نویو بندیزونو په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي: "زه ددې اجرایوي حکم لاندې لومړی ګام پورته کوم او د ایران د دفاع وزارت، وسله والو ځواکونو، د دفاعي صنایعو سازمان سره پرېکون اعلانوو او د وینزویلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو بندیز ته ادامه ورکوو.


د نوموړي په خبره چې د دوو کلونو لپاره، په تهران کې فاسدو چارواکو د وینزویلا غیرقانوني رژیم سره کار وکړ ترڅو د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیزونو مخه ونیسي؛ خو زموږ نن د ورځې کړنه یو اخطار دی چې باید په ټوله نړۍ کې یې واوریدل شي.


خو د ایران د امریکا د تازه بندیزونو په اړه ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي بندیزونه غیر موثر دي.
د نوموړي په خبره "زه فکر نه کوم چې دا کوم نوي بندیزونه دي او پر ایران به د پام وړ اغېز ولري."


متحده ایالاتو د انګلستان، فرانسې او جرمني ترڅنګ د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادون څخه غوښتې چې پر ایران د بندیزونو لګولو په برخه کې له واشنګټن سره همکاري وکړي؛ خو دغه هیوادونه، د امریکا بندیزونه غلط ګڼي او وایي چې دا هېواد د اټومي تړون غړی نه دی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200922_155531_921.sdoc-->