د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې په جلال اباد ښار کې د مبتذلو فلمونو د مخنيوي کمپاين تر سره شو

روهي (درې نۍ/۱ د تلې)، د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د مبتذلو او غير اخلاقي فلمونو پر وړاندې د مبارزې او د ناسمو لوحو د سمونې او اصلاح کميسيون د خپلو تيرو کړنو په دوام د جلال اباد ښار ملنګ جان واټ په ساحه کې د کمپيوټرکارانو او ځينو لوحو د چک او کنترول پروسه ترسره کړه چې په پايله کې د مبتذلو فلمونو او غيراخلاقي ويډيويي کلېپونو ځينې هارډسکونه د پلټنی وروسته تر لاسه کړل. 

ياد کمېسيون په اونۍ کې يو ځل په ښار کې هغه کمپيوترونه او هټۍ څاري چې ويل کېږي د سافټويرونو تر څنګ غېر اخلاقي ويډيوګانې خپروي او د پيسو په بدل کې يې پر ځوانانو پلوري.