روهي (درې نۍ/۱ د تلې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان د جوړېدو کليزې په مناسبت ياد سازمان ته د ويډيوې کنفرانس له لارې وينا کړې.
افغان ولسمشمر ويلي دي چې که څه هم افغانستان له نورو بحرانونو سره مخه دی، خو اوربند کولو ورته لومړيتوب لري او تاکيد پرې کوي.
افغان ولسمشر د افغانستان د جغرافياوي مرکز په اړه ويلي دي چې دغه هېواد د اسيا زړه دی او که چېرې امن په کې راشي او له پروتوالي يې سمه ګټه واخېستل شي، نو شونې ده چې د سيمه لپاره د رفاه په مرکز بدل شي.
ولسمشر ويلي دي چې افغانستان په اوس وخت کې د ملګرو ملتونو په ډول د نړيوال سازمان مرستې او ملاتړ ته اړتيا لري.
وروستي