ولسمشر غني وایي نړیوال دې راسره د تېرو ۱۹ کالونو لاسته راوړنو کې مرسته وکړي

روهي(درې نۍ/۱میزان)، ولسمشر محمد اشرف غني له نړیوالې ټولنې غوښتې چې د تېرو ۱۹ کالونو لاسته راوړنو په ساتنه کې دې ورسره مرسته وکړي.


نوموړي چې د ملګرو ملتونو ۷۵ کلیزې په مناست جوړې شوې غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې زیاته کړه چې افعان حکومت سولې ته ژمن دی او یو ځل بیا له طالبانو غواړي چې اوربند وکړي.

ولسمشر غني په نړیوالو هم غږ کړی چې د اوربند او جګړو په حتمیدو کې دې د افغانانو د غوښتنو ملاتړ وکړي.


نوموړي په هیواد کې اوسنی روان وضعیت خواشینوونکی بللی او د تمه یې څرګنده چې ژر تر ژره خبرې پایلې ته ورسیږي او په هېواد کې روانه جګړه ختمه شي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200922_111653_650.sdoc-->