په قطر کې د سولې خبرې خو په هېواد کې جګړه اوج ته راسیدلې؛ ملګري ملتونه اندېښمن دي

روهي(درې نۍ/۱میزان)، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېریدو او د ولسي خلکو په مرګ-ژوبله اندېښنه څرګنده کړې ده.


ملګري ملتونه وایي، داسې مهال چې په ټوله نړۍ کې د سولې ورځ نمانځل کیږي، خو په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او هره ورځ د ګڼو ولسي خلکو ژوند اخلي؛ چې دا د ژورې اندېښنې وړ مسله ده.


له هغه وروسته چې په قطر کې د افغان سولې په تړاو مذاکرات روان دي، ورسره په دې وروستیو اونیو کې جګړې هم ډېرې شوي دي.


ملګرو ملتونو د بین الافغاني مذاکراتو پر دوام په ښکېلو خواو غږ کړی چې جګړې کمې کړي او د یوې سولیزې فضا په رامنځته کیدو سره دې خبرې پر مخ یوسي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200922_080021_964.sdoc-->